د نیمروز ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته جوړه شوه
د نیمروز ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د ذوالحجې د میاشتې په ۲۲ نېټه د دوشنبې په ورځ د هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه.
په یاده ناسته کې د هیئت غړو ترمنځ د همغږۍ او ټاکل شوو ورځو کې د سندونو او عریضو د بررسۍ په اړه بحث وشو او دغې برخه کې لازم تصمیمونه ونیول شول.
