د پکتیکا ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت د ناستې جوړیدل

د پکتیکا ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د ذوالحجې د میاشتې په ۲۱ نېټه د یکشنبې په ورځ د هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او د تېرو اجراآتو د بیاکتنې سربېره، یو شمېر موضوعات هم بحث او بررسي لاندې ونیول شول.
په یاده ناسته کې امنیې قوماندانۍ ته دنده ورکړل شوه ترڅو د یوسف خیل ولسوالۍ د لڼدیزو له کلي څخه غاصبین جلب او هیئت ته معرفي کړي او د سرغړونې په صورت کې هغوی محبس ته معرفي کړي.
هیئت په زاول کلي کې د دوو اشخاصو تر دعوا لاندې ځمکې په اړه بحث وکړ او پریکړه وکړه چې ساحه له نږدې څخه ولیدل شي او بررسي شي.
په یاده ناسته کې د اومني ولسوالۍ د جلغوزې غره د غصب دوسیه چې دوو اشخاصو ترمنځ ده، بررسي شوه او دغې برخه کې لازمې لارښوونې وشوې.
له غونډې څخه وروسته هيئت د تاروخیل قوم اړوند ساحې ته ولاړ او جي پي اسی یې کړه چې راپور به یې ډیر ژر ترتیب او کمېسیون ته واستول شي.
هیئت پریکړه وکړه چې راتلونکي ورځ برمل ولسوالۍ ته ولاړ شي او د کمېسیون له لارښوونې سره سم کمېسیون ته د یادې ولسوالۍ د اوسیدونکو د عریضې موضوع په اړه، معلومات راټول کړي او هغه مرکز ته واستوي.