د لوګر ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت د ناستې جوړیدل

hayat_admin
Sat, Jul 08 2023 11:16 AM
.

د لوګر ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د ذوالحجې د میاشتې په ۱۷ نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او په کې د مهمو موضوعاتو په اړه د بحث سربېره، له خلکو څخه ترلاسه شوي ځیني سندونه بررسي شول.

په دغې ناسته کې، د بشپړ شوو او نه بشپړ شوو دوسیو په اړه معلومات هم وړاندې شول او د چارو د چټکتیا په برخه کې اړوندو مسؤلینو ته لازمې لارښوونې وشوې.

دغه هیئت د مراجعینو له لسګونو تنو سره هم وکتل او د هغوی پر موضوعاتو د دغه هیئت د قانوني اجراآتو په تړاو، هغوی ته ډاډ ورکړل شو.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS