د کاپیسا ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته جوړه شوه

hayat_admin
Thu, Jul 06 2023 12:18 PM
.

د کاپیسا ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د ذوالحجې د میاشتې په ۱۷ نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه.

په دغې ناسته کې د هیئت رئیس کابل ته د خپل سفر او د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون له رئیس سره د کتنې په اړه د یاد هیئت غړو ته معلومات وړاندې کړل او د نوموړي لارښوونې هم له هغو سره شریکې کړې. دغه راز کاپيسا ولایت کې د ځمکو د غصب د مخنیوي او د پاتو امارتي ساحو د استرداد په موخه د منظم کاري پلان د ترتیب په اړه بحث وشو.

په همدې توګه دغې ناسته کې د حصه اول کوهستان ولسوالۍ او د یاد ولایت مرکز ته د پاتې ساحو د تثبیت په موخه د هیئت د سفر  په اړه بحث وشو او دغې برخه کې لازم تصمیمونه ونیول شول. دغه راز د یو شمېر افرادو او اشخاصو عریضو د رسیدګۍ په اړه هم بحث وشو چې پر امارتي ساحو د مالکیت ادعا لري او له ساحو څخه د لیدنې په برخه کې لازم تصمیمونه ونیول شول.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS