د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون د ناستې جوړیدل

hayat_admin
Thu, Jul 06 2023 10:50 AM

د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون ناسته د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د ذوالحجې د میاشتې په ۱۷ نېټه د چهارشنبې په ورځ د عدليې وزارت سرپرست او د یاد کمېسیون رئیس شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ د عدليې وزارت په مقر کې جوړه شوه.

په دغې ناسته کې، د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست الحاج ملا عبدالمنان عمري، د کور او ښار جوړلو وزارت سرپرست مولوي حمدالله نعماني، د چارو د ادارې لوی رئیس شیخ نورالحق انور او د امارت د قضایاو لوی رئیس او د یاد کمېسیون سکرتر مولوي احسان الله وثیق او نورو مسؤلینو ګډون درلود.

په دغې ناسته کې، د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون رئیس د یاد کمېسیون پر تېرو فعالیتونو رڼا واچوله او د یاد کمېسیون د کاري بهیر پر چټکتیا ټینګار وکړ.

په یاد ناسته کې، د نوي کابل ښار د تصفیې په اړه بحث او خبرې وشوې او دغه راز په جوزجان ولایت کې د پنځو ساحو ځمکو له دغې جملې څخه په فیض آباد ولسوالۍ کې د ۶۰۰ جریبه ځمکې، په مرکز کې د ۲۵۶۰ جریبه نورې ځمکې، د یاد ولایت د مرکز په سه شنبې کلي کې د ۵۰۸ جریبه ځمکې، د فیض آباد ولسوالۍ په کوکلداش کلي کې د ۳۷۴.۹ جریبه ځمکې او د دغه ولایت د مرکز په سنګریک کلي کې د ۴۷۶۷.۶۰ جریبه نورې ځمکې په اړه بحث او د نظرونو تبادله ترسره شوه او دغې برخه کې لازم تصمیمونه ونیول شول.

په همدې توګه یاده ناسته کې، د کابل ولایت په خاکجبار ولسوالۍ کې د ۵۲۷۰.۶۵ جریبه ځمکې، د غور ولایت تېورې ولسوالۍ کې د ۳.۹۹۳ جریبه ځمکې او د ارزګان ولایت په مرکز کې د ۲۱.۸ جریبه ځمکې په اړه هم بحث وشو او دغې برخه کې لازم تصمیمونه ونیول شول. دغه راز ولایتونو ته د کمېسیون د غړو د سفر په اړه بحث وشو او پریکړه وشوه چې د کمېسیون غړي یو شمېر ولایتونو ته سفر وکړي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS