د لغمان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته جوړه شوه

د لغمان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د ذوالحجې د میاشتې په ۷ نېټه د یکشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او د مرکز اړوند پېر بابا په ساحه کې د هدیرې د غصب دوسیه په کې بررسي شوه او د دعوا دواړه لوري غونډې ته وغوښتل شول.
یاد شوي هیئت د هغوی د خبرو له اوریدلو او د اړوندو سندونو له بررسۍ څخه وروسته، پریکړه وکړه چې یاده دوسیه استیناف محکمې ته راجع شي ترڅو د ابتدائیه محکمې د حکم د تائید او یا عدم تائید په برخه کې تصمیم ونیسي.
په دغې ناسته کې، د ارزاقو د مدیریت اړوند د ګدام سنګي د ملکیت دوسیه هم بررسي شوه او د هغې له مدعي علیه څخه سندونه وغوښتل شول. نوموړي یو شمېر سندونه وړاندې کړل او ویې ویل چې ځمکه یې د داوطلبې په ترڅ کې ترلاسه کړې ده. تخنیکي هیئت پریکړه وکړه چې د نوموړي د سندونو د صحت او سقم په برخه کې څېړنه وشي.
په همدې توګه په دغې ناسته کې، د پنج پای ساحې په بانډې سیمه کې پر امارتي میدان د دوو اشخاصو د دعوا دوسیې په اړه بحث وشو او پر داوړو لورو ټینګار وشو چې یاده ساحه امارتي ده او له هغوی څخه لیکل شوې ژمنه واخیستل شوه چې د دغې ساحه د ځمکو له تصرف، پېرلو او پلورلو څخه ډډه وکړي.
تخنیکي هیئت د پنج پای ساحې د میرعالي خیل، درګۍ، کوهستان او د شمټي سیمو له یو شمېر مشرانو سره وکتل او د ځمکو د غصب د مخنیوي په اړه نوموړي ته معلومات ورکړل. یاد هیئت ټینګار وکړ چې د امارتي ځمکو له غصب او د هغې له پېرلو او پلورلو څخه ډډه وشي. یادو مشرانو ژمنه وکړه چې هیچا ته په امارتی ځمکو کې تصرفاتو اجازه نه ورکوي.