د کابل د علماوو د شورا له یو شمېر غړو سره د عدليې وزارت د سرپرست سره کتنه

hayat_admin
Sun, Jun 25 2023 3:11 PM
.

د کابل ولایت د علماوو د شورا یو شمېر غړو د شیخ ذبیح الله راشدي په مشرۍ، د ذوالحجې د میاشتې په ۷ نېټه د یکشنبې په ورځ د عدليې وزارت له سرپرست شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي سره د یاد وزارت په مقر کې وکتل او خبرې وکړې.

په دغې کتنه کې شیخ ظاهر جان خادم، د یادې شورا غړي خبرې وکړې او د دغې شورا د غړو په پېژندګلوۍ سره، د کابل ولایت د علماوو د شورا د کمېټو د فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل.

په همدې توګه نوموړي د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د استرداد کمېسیون د فعالیتونو په تړاو  د کابل د علماوو د شورا مشورې، وړاندیزونه او پوښتنې د عدليې وزارت سرپرست او د یاد کمېسیون رئیس سره شریکې کړې.

.

د عدليې وزارت سرپرست او د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د استرداد کمېسیون رئیس په دغې کتنه کې د یاد کمېسیون رامنځته کیدلو، تر دې دمه د فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه، د کابل د علماوو د شورا غړو ته معلومات وړاندې کړل او هم یې په دې اړه د هغوی پوښتنو او اندېښنو ته، ځواب ورکړ.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS