د کابل ولایت د ګلدرې او فرزې ولسوالیو له مقاماتو سره د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست د همغږۍ ناستې جوړیدل

hakeem_admin
Sun, Jun 25 2023 10:04 AM
.

د عدليې وزارت د حقوقي مرستو ریاست  تېره اوونۍ، (د ذوالحجې میاشتې په ۲ او ۳ نېټو) د کابل ولایت د ګلدرې او فرزې ولسوالیو له مقاماتو سره د پلان شوو برنامو پلي کولو او د چارو د لاښه تر سره کولو له پاره د زمېنې برابرولو په منظور، د همغږۍ ناستې جوړې کړې.

په دغو ناستو کې، د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رئیس مولوي حافظ عبدالصمد عمري، د یادو ولسوالیو له ولسوال، د ولسوال له مرستیال، د محکمې قاضي، د امنيې قوماندانۍ، د استخباراتو، د دعوت او ارشاد، د ښوونې، د نظارت او تعقیب، د اراضۍ، د کلیو د چارو مسؤلینو او د نورو سیمه ییزو ادارو کارکوونکو سره وکتل او خبرې وکړې.

په دغو ناستو کې، د حقوقي مرستو رئیس، د یادو ناستو موخې بیان کړې او د دغه ریاست پلان او کاري موخې معرفي کړې، ویې ویل چې د ټولنې له اړمنو او بې وزله وګړو سره د حقوقي مرستو وړاندې کول د افغانستان اسلامي امارت او په ځانګړي توګه د عدليې وزارت اساسي او مهمه دنده ده.

.

نوموړي زیاته کړه چې ادارو ترمنځ همغږي او کاري اړیکې د دندو لا ښه ترسره کولو له پاره یو اړین امر ګڼل کیږي او په همدې سبب له مرکزي او ځايي ادارو سره د غونډو جوړلو له لارې، همغږي کوو ترڅو خلکو له پاره د حقوقي مرستو وړاندې کوولو ښه زمینه برابره شي.

په یادو ناستو کې، د یادو شویو ولسوالیو ولسوال او د ولسوال مرستیال، د عدليې وزارت د حقوقي مرستو ریاست کاري برنامې مهمې او ارزښتناکې وبللې، ویې ویل چې د یادو شویو ولسوالیو ولسونه د اقتصاد او حقوقي پوهاوي له لحاظه کمزوري دي او د خپلو حقوقو او مکلفیتونو او د آزاد وکیل نیولو وړتیا نه لري.

هغوی ژمنه وکړه چې د دغه ریاست پیغام به د یادو ولسوالیو ټول ولس پورې ورسوي ترڅو له دغه فرصت څخه ښه ګټه پورته کړي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS