د جوزجان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت د ناستې جوړیدل

hayat_admin
Sat, Jun 24 2023 11:34 AM
.

د جوزجان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د ذوالحجې د میاشتې په ۳ نېټه د چهارشنبې په ورځ د هیئت د سرپرست (مستوفي) او غړو په حضور سره جوړه شوه او د جوزجان له والي سره د ناستې جوړولو په اړه په کې تصمیم ونیول شو.

په دغې ناسته کې د خواجه دوکوه، قوشتپه ولسوالیو او د جوزجان د مرکز ترمنځ د عامه څړځای ځمکو د ساحو په اړه د یاد هیئت بشپړ شوي راپورونه هم مطالعه او بررسي شول او د تائید وړ وګرځېدل.

په همدې توګه د خواجه دوکوه سیند د لویدیځ برخو په کلیو کې د امارتي غصب شوو ځمکو دوسیې په اړه بحث وشو او د هغې د بررسۍ او څېړنو له پاره مسلکي ټیم توظیف شو.

په دغې ناسته کې، د جوزجان د بېلابېلو ساحو په تړاو د توظیف شوو ټیمونو لخوا د څېړنو راپور وړاندې شو چې د هغو په اساس د جوزجان ولایت د مرکز اړوند د افغانګاز تصدۍ د استوګنې پروژې، د نوآباد یکه پته، ترناب، اوزبکیه او جلال آباد کليو کې د غصب شوو امارتی ځمکو بررسۍ بشپړې شوي او په نور ساحو کار دوام لري.

ټاکل شوې بشپړ شوي راپورونه ډیر ژر مرکزي کمېسیون ته واستول شي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS