د غزني ولایت د تخنیکي هیئت د ناستې جوړیدل او دغه ولایت کې له ځینو ساحو څخه لیدنه

hayat_admin
Thu, Jun 22 2023 12:17 PM
.

د غزني ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د ذوالحجې د میاشتې په ۳ نېټه د چهارشنبې په ورځ د هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او د دغه ولایت له ځینو ساحو څخه هم لیدنه وشوه.

په دغې ناسته کې، د ده یک ولسوالۍ موضوع او یو شمېر نور موضوعاتو په اړه بحث وشو او د ځینو سندونو د صحت او سقم په اړه هم بحث وشو. یاد شوي هیئت له یو شمېر مراجعینو سره هم وکتل او د هغوی عریضې ترلاسه کړې.

دغه هیئت له غونډې څخه وروسته د اندړ ولسوالۍ ناني ساحې ته سفر وکړ. په یادې ساحه کې زیاته اندازه امارتي ځمکې غصب شوي او په ساحه کې د غصب بهیر روان وو.

یاد شوي هیئت له ساحې څخه لیدنه او بررسي ترسره کړه او د کادستر نقشه یې په ساحه کې تطبیق کړه. دغه هیئت په ساحه کې نوي تصرفات منع کړل او له امنیتي مسؤلینو څخه یې په دغې ساحه کې د غصب د مخنیوي په برخه کې د همکارۍ غوښتونکی شو او د هغې له متصرفینو څخه هم شرعي سندونه وغوښتل.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS