د کندهار ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته جوړه شوه

hayat_admin
Tue, Jun 20 2023 3:06 PM
.

د کندهار ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته، د ذوالحجې د میاشتې په ۱ نېټه د دوشنبي په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او له محکمو څخه د رسیدل شویو دوسیو په اړه په کې بحث وشو او د هيئت غړو خپل نظرونه سره شریک کړل.

په دغې ناسته کې، د امیرالمؤمنین حفظه الله له فرمان سره سم د غاصبینو او زورواکو له منګلو څخه د ځمکو آزادولو په اړه ټینګار وشو او دغه راز په ځینو ساحو کې له کمېسیون څخه د برمو د ویجاړولو له پاره د اجازې ترلاسه کولو په اړه بحث وشو.

دغه راز په یاده ناسته کې، د ژیړۍ ولسوالۍ د پساب وزیري کلي موضوع او له مرکز څخه د تصفیې هیئت غوښتلو او د یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه هم بحث وشو او یوه موضوع چې دوو اشخاصو ترمنځ وه، محکمې ته راجع شوه.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS