کندز ولایت ته د عدليې وزارت د استول شوي پلاوي سفر او په یاد ولایت کې د ځمکو د غصب اړوند بشپړو شوو دوسیو بررسي

hayat_admin
Tue, Jun 20 2023 2:23 PM
.

د عدليې وزارت د امارت د قضایاو لوی رئیس او د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون د سکرتر مولوي احسان الله وثیق په مشرۍ د یاد وزارت استول شوي پلاوي د ذوالحجې د میاشتې په ۱ نېټه د دوشنبې په ورځ د کندز ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي له تخنیکي هیئت سره کاري غونډه جوړه کړه.

یاد پلاوي د غصب شویو ځمکو د بشپړو شوو دوسیو د بررسي او تخنیکي هیئتونو ته د عدليې وزیر د پیغام رسولو په منظور د هیواد شمال زون ولایتونو ته سفر کړی دی.

دغه پلاوي د کندز ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي له تخنیکي هیئت سره په ناسته کې، د عدليې وزارت سرپرست او د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون رئیس شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي پیغام دغه هیئت ته وړاندې کړ او هم یې هیئت ته ځینې لازمې لارښوونې وکړې.

په دغې ناسته کې د کندز ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت په تېرو څو میاشتو کې د خپلو ترسره شوو اجراآتو په اړه معلومات وړاندې کړل او هم یې له استول شوي پلاوي سره یو لړ کاري ستونزې شریکې کړې.

د عدليې وزارت استول شوي پلاوي د کندز د تخنیکي هیئت د اجراآتو قدردانۍ ترڅنګ، د خپل سفر موخه بیان کړه او زیاته یې کړه چې ډیر ژر به د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون غړي شمال ولایتونو ته سفر وکړي.

یاد هیئت هغه دوسیې چې څېړنې پرې بشپړې شوي هم ملاحظه کړې او تخنیکي هیئت ته د څېړنو شکلیاتو غوره والي له پاره لازم وړاندیزونه او لارښوونې وړاندې کړې. په همدې توګه د هیئت د کاري ستونزو د حل په برخه کې لازمې لارښوونې وشوې.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS