د غور ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت د ناستې جوړیدل

hayat_admin
Mon, Jun 19 2023 10:16 AM
.

د غور ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۲۹ نېټه د یکشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه  او د نره کوه پر ځمکو د دوو اشخاصو موضوع په اړه بحث او پریکړه وشوه چې له هغوی څخه شرعي او قانوني سندونه وغوښتل شي.

په دغې ناسته کې، د هوايي ډګر په شمال کې د یو شخص د ۷۸ جریبه ځمکې د زمیندارۍ په اړه پریکړه وشوه چې له نوموړي څخه سندونه وغوښتل شي. په همدې توګه د یاد شخص ادعا ته په کتلو سره، یو شمېر نورو افرادو په دعوا لاندې ساحه کې نمرې ویشلي دي او هیئت پریکړه وکړه چې له ویشونکو اشخاصو او د نمرو اوسنیو متصرفو اشخاصو څخه قانوني سندونه وغوښتل شي.

دغه راز په یاده ناسته کې، د ښاروالۍ ریاست او سناتور غفاري له لوري د هغوی تر ادعا لاندې د ځمکې په تړاو د وړاندي شویو سندونو په اړه بحث او پریکړه وشوه چې د دوسیې نیمګړتیاوي بشپړې او مرکزي کمېسیون ته واستول شي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS