د کنړ ولایت د خاص کنړ ولسوالۍ له ځینو ساحو څخه د یاد ولایت د تخنیکي هیئت لیدنه

hayat_admin
Sun, Jun 18 2023 9:59 AM
.

د کنړ ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د ذوالقعدې د میاشتې په ۲۴ نېټه د سه شنبې په ورځ د خاص کنړ ولسوالۍ بېلابېلو ساحو ته ولاړ او د امارتي ځمکو د تشخیص او تثبیت په برخه کې لازم اقدامات ترسره کړل.

دغه هیئت په حکیم آباد او شامکار کلیو کې له ۱۱۶۵ کادسترې ټوټې څخه لیدنه وکړه او د سندونو د بررسۍ په ترڅ کې مشخصه شوه چې یاده قطعه د عامه څړځای په نوم ثبت او قیدیت لري. د یادې قطعې یو اندازه ځمکه اوس غصب شوې ده.

تخنیکي هیئت ۱۱۶۱ کادسترې ګڼه امارتي ټوټه هم بررسي کړه او د کادستر نقشه یې په کې تطبیق کړه. هیئت د ساحو اوسیدونکو له پاره د تاسیساتو جوړولو او نویو کارونو څخه د ډډې کولو په اړه لازمې لارښوونې وکړې.

د یاد هیئت یو بل ټیم د کادستر ۸۶۴ کادستري ټوټې ته ولاړ او دغې قطعه کې د غاصبینو له خوا د ۱۷ جوړ شویو کورونو مشخصات او د غاصبینو شهرت یې په اړوند جدول کې درج کړ.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS