د میدان وردک ولایت د نرخ ولسوالۍ له ځینو ساحو څخه د یاد ولایت د تخنیکي هیئت لیدنه

hayat_admin
Thu, Jun 15 2023 12:42 PM

د میدان وردک ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د ذوالقعدې د میاشتې په ۲۵ نېته د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت نرخ ولسوالۍ ته ولاړ او د یادې ولسوالۍ د دښتو سپینو ځمکو بررسي په برخه کې لازم اقدامات ترسره کړل.

په دغې ولسوالۍ کې د کادستر ۷۷۷ امارتي ټوټه چې وړاندې پرې نقشه تطبیق شوې وه، د ۵ تنو له خوا تصرف شوې او نوي تصرفات هم په کې روان وو، تخنیکي هیئت تصرفات ودرول او متصرفینو ته یې لارښوونه وکړه چې خپلې دوسیې په قانوني بڼه تعقیب کړي.

یاد شوي هیئت د مسلم کلي دښته هم بررسي کړه او پریکړه یې وکړه چې د هغې متصرفین مشخص او هغوی ته استعلامونه ورکړل شي.

یاد شوي هیئت د نرخ له ولسوال سره هم وکتل او د ځمکو د غصب د مخنیوي په اړه یې له نوموړي سره خبرې وکړې او له دغه هیئت سره د نوموړي د همکارۍ غوښتونکی شو. د نرخ ولسوال هم دغې برخه کې د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS