د افغانستان اسلامي امارت د طبي شورا له سرپرست سره د عدلیې وزارت د سرپرست کتنه

hayat_admin
Thu, Jun 15 2023 9:43 AM
.

د افغانستان اسلامي امارت د طبي شورا سرپرست ډاکټر ګل محمد عثمان او له هغه سره مل پلاوي د ذوالقعدې د میاشتې په ۲۵ نېټه د چهارشنبې په ورځ د عدليې وزارت له سرپرست شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي سره وکتل او خبرې ورسره وکړې.

په دغې ناسته کې، د عدليې وزارت د تقنین لوی رئیس مفتي فضل هادي صاحب زاده هم حضور درلود، د طبي شورا رئیس د طبي شورا د جوړیدلو، صلاحیتونو او د هغې د فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل، ویې ویل چې موږ باید د طب په برخه کې په خپل پښو ودریږو او د نور له احتیاج څخه خلاص شو.

دغه راز نوموړي وویل چې د افغانستان طبي شورا باید له خپلو صلاحیتونو څخه برخمنه اوسي.

په دغې ناسته کې، د عدليې وزارت سرپرست وویل چې طبي څانګه کې په شفاعت او واسطې عمل کول خیانت دی او لله الحمد تر اوسه ما په دغې برخه کې د هیچا شفاعت او واسطه نه ده کړې ځکه چې طبې برخه کې د شفاعت او واسطې په اساس ګمارنې هیوادوالو ته ستونزې رامنځته کوي.

د عدليې وزیر وویل کله چې په افغانستان کې علاج او طبابت معیاري شي، موږ له پاره بهر ته د تګ اړتیا نه پیدا کېږي بلکه زموږ علاج همدلته د روزل شوو کدرونو په واسطه په داسې حال کې ترسره کیږي چې موږ به خوښ اوسو او زموږ ډاکټران به خوښ وي او موږ به هم له ډیرو ستونزو څخه خلاص شو او وخت به مو هم نه ضایع کیږي. نوموړي د افغانستان د طبي شورا له رئیس سره د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS