د کندهار ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت د ناستې جوړیدل

hayat_admin
Wed, Jun 14 2023 1:52 PM
.

د کندهار ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته، د ذوالقعدې د میاشتې په ۲۳ نېټه د دوشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئيس او غړو په حضور سره جوړه شوه.

په دغې ناسته کې، د افغاني ساختماني تصدۍ د ۸۶ جریبه ځمکې د غصب په اړه چې دامان او سپین بولدک ولسوالیو کې موقعیت لري، پنجوايي ولسوالۍ کې پر امارتي ځمکو د یو شخص دعوا، ارغنداب ولسوالۍ کې د دوو نورو اشخاصو د ځمکو موضوع، د ژړۍ ولسوالۍ په دښته کې د ۷ جریبه امارتي ځمکې د دوه تنو نورو غصب او دامان ولسوالۍ کې د امارتي ځمکو د دوو نورو اشخاصو دعوا په اړه بحث او د نظر تبادله وشوه او دغې برخه کې لازم تصمیمونه ونیول شول.

په یادې ناسته کې، د کوچیانو مشران او ملکان هم غوښتل شوي وو او هغوی ته د ځمکو له غصب څخه ځان ساتلو په اړه معلومات ورکړل شول. هغوی ژمنه وکړه چې نور په امارتي ځمکو کې تصرف نه کوي او نورو کوچیانو ته هم د تاسیساتو جوړولو اجازه نه ورکوي.

په دغې ناسته کې د یو لړ نورو موضوعاتو په اړه هم بحث وشو او په دې برخه کې لازم تصمیمونه ونیول شول.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS