د خوست ولایت له یو شمېر اوسیدونکو سره د یاد ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت کتنه

hayat_admin
Mon, Jun 12 2023 2:26 PM
.

د خوست ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۲۲ نېټه د یکشنبې په ورځ د هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه.

په دغې ناسته کې، یاد شوي هیئت د ګربزو ولسوالۍ، د صبري یعقوبي ولسوالۍ، کاروان سرای ساحې، غړومبۍ ساحې، لټګو ساحې، وچ خوړ، د شیرین جمال ساحې او د باک ولسوالۍ د کوچیانو او یو شمېر نورو اشخاصو سره د هغوی د موضوعاتو په اړه بحث وکړ او دغې برخه کې لازم تصمیمونه ونیول.

دغه راز یاد شوي هیئت له ځینو قومي مشرانو او نورو اشخاصو سره هم د هغوی اړوند موضوعاتو په اړه بحث وکړ او دغې برخه کې لازم تصمیمونه ونیول.

له دغه هیئت څخه یو ګروپ له ناستې څخه وروسته د اسماعیل ولسوالۍ د ورزي ساحې ته ولاړ او دغې ساحه کې له بېلابېلو امارتي املاکو څخه څارنه وکړه. د دغه هیئت بل ګروپ هم اړوند سندونه او دوسیې د کرنې په ریاست کې بررسي کړې.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS