د میدان وردک ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته جوړه شوه

hayat_admin
Mon, Jun 12 2023 1:51 PM
.

د میدان وردک ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۲۲ نېټه د یکشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او د هغو ساحو په اړه چې د غیر رسمي ورځو په لړ کې تصرفات په کې ران دي، په کې بحث وشو او پریکړه وشوه چې موضوع له امنیتي ارګانونو سره شریکه شي.

په دغې ناسته کې پریکړه وشوه چې بڼونو او یا هغو کورونو کې چې په کرنیزو ځمکو تبدیلې شوي د څاه ګانو کیندل او یا نه کیندل هیئت پورې تړاو نه لري او هیئت یوازې په دښتو، لاس نه خوړل شویو سپینو او شاړو ځمکو، غونډیو او هغو ساحو کې چې وړاندې امنیتي ادارو ته ځانګړي شوي، تصرفات، پېرل او پلورل، تاسیسات جوړول او د څاګانو کیندل منع کړي دي.       

دغه راز پریکړه وشوه هغو اشخاصو ته چې د دایمیرداد ولسوالۍ په کتب دښته کې د مالکیت ادعا لري، یوه میاشت وخت ورکړل شي ترڅو خپل سندونه هیئت ته حاضر کړي. د محکمې او د ولایت د والي له استازو سره د سه شنبې ورځ د هیئت د ګډې ناستې جوړولو له پاره تصمیم ونیول شو.

په دغې ناسته کې یو هیئت د نرخ ولسوالۍ د سپینو دښتو بررسۍ په منظور یو هیئت تعیین شو او په منظم ډول غونډو کې د غړو پر حضور او له غیر حاضرۍ څخه د ډډې کولو په اړه ټینګار وشو.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS