د ننګرهار ولایت تخنیکي هیئت په دغه ولایت کې له ځینو غیرقانوني ښارګوټو څخه لیدنه وکړه

hayat_admin
Mon, Jun 12 2023 11:11 AM
.

د ننګرهار ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۲۲ نېټه د یکشنبې د هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او هیئت هم په دغه ولایت کې له یو شمېر غیرقانوني ښارګوټو څخه لیدنه وکړه.

یاد شوي هیئت په جلال آباد ښار کې د ښاروالۍ اړوند د شهر کهنه ښارګوټي په اړه بحث وکړ او د هغه له متصرفینو سره یې هم وکتل او د هغوی ستونزې یې واوریدې.

دغه هیئت له ناستې څخه وروسته د شمشاد مېنې، امید آباد، کمپونو، قاسم آباد او سیاه سنګ له ښارګوټو څخه لیدنه وکړه او د هغو حد فاصل یې هم تثبیت کړ.

هیئت د یاد شویو ښارګوټو غیرقانوني متصرفینو ته خبردارۍ ورکړ چې له نویو کارونو، پېرلو او پلورلو څخه ډډه وکړي؛ په غیر د دغه صورت کې به سرغړونکي به عدلي او قضایي ارګانونو ته وروپېژندل شي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS