کاپیسا ولایت کې د یوې امارتي ساحې له غصب څخه مخنیوی وشو
د کاپیسا ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت د لارښوونې پر اساس، د دغه ولایت د کرنې ریاست کارکوونکو، د ذوالقعدې د میاشتې په ۲۱ نېټه د دغه ولایت د تګاب ولسوالۍ په مشواڼي کلي کې د امارتي ساحې له غصب څخه مخنیوی وکړ او ساحه کې په خپل سر ډول د اشخاصو د تاسیساتو جوړولو مانع هم شول.
په کاپیسا ولایت کې د امارتي ځمکو د غصب د مخنیوي بهیر له منظم پلان سره سم، په شدت روان دی ترڅو دغه ولایت کې په بشپړ ډول د غصب مخنیوی وشي.
