د کندهار ولایت د سرحدونو او قبایلو د چارو له رئیس سره د یاد ولایت د تخنیکي هیئت کتنه

hayat_admin
Sat, Jun 10 2023 1:51 PM
.

د کندهار ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت، د ذوالقعدې د میاشتې په ۱۸ نېټه د چهارشنبې په ورځ د یاد ولایت د سرحدونو او قبایلو چارو له رئیس سره وکتل.

په دغې کتنه کې، هیئت د دامان ولسوالۍ او د کندهار پنځمې ناحیې ترمنځ د ګچ خانې ساحې د ځمکو په اړه چې د کوچیانو له خوا په خپل سر ډول تاسیسات پرې جوړ شوي دي، د سرحدونو له رئیس او د کوچیانو له ملکانو سره خبرې وکړې او د موضوع په اړه هغوی ته معلومات ورکړل.

دغه هیئت ټینګار وکړ چې یادې ځمکې امارتي دي او هیڅوک پرې د کار او تاسیساتو جوړلو حق نه لري. تخنیکي هیئت د کوچیانو استازو ته وویل چې په ساحه کې جوړ شوي تاسیسات په خپله ویجاړ کړي او هغوی هم ومنله.

په دغې کتنه کې، د کندهار ولایت د سرحدونو رئیس هم له هیئت سره د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS