د بادغیس ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته جوړه شوه

hayat_admin
Thu, Jun 08 2023 10:47 AM
.

د بادغیس ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته، د ذوالقعدې د میاشتې په ۱۸ نېټه د چهارشنبې په ورځ د هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او د ځینو موضوعاتو په اړه د بحث سربېره، د دغه ولایت د بېلابېلو ولسوالیو د اوسیدونکو سندونه او عریضې بررسي شوې.

یاد هیئت له زمند او نورخیل قومونو څخه چې د بالامرغاب او غورماچ ولسوالیو د عامه څړځای په ساحو د شخصي ملکیت ادعا درلودله، شرعي سندونه وغوښتل. یادې شوې ځمکې وړاندې بررسي شوې وې او یاد شویو قومونو غیر معتبر سندونه وړاندې کړي وو.

په دغې ناسته کې، د یو شخص وړاندې شوي سندونه چې پرې ادعا شوې وه د عامه څړځای ځمکه یې پلورلې ده، بررسي شول او پریکړه وشوه چې هیئت له نږدې څخه ساحه مشاهده کړي او سندونه طبیق کړي. قادس، تګاب عالم او جوند ولسواليو ته د هیئت د سفر پلان هم په دغې ناسته کې جوړ او ترتیب شو.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS