د کابل ښار د ښاروالۍ د اوولسمې ناحيې له ریاست سره د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست د همغږۍ ناستې جوړیدل

hayat_admin
Wed, Jun 07 2023 2:25 PM
.

د کابل ښار د ښاروالۍ د اوولسمې ناحيې له ریاست سره د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست د همغږۍ ناسته، د ذوالقعدې میاشتې په ۱۱ نېټه د دوشنبې په ورځ د عدليې وزارت د حقوقي مرستو رئیس مولوي حافظ عبدالصمد عمري، د کابل ښار د اوولسمې ناحيې رئیس، د دغې ناحيې د کارکوونکو او ځایي مخورو په ګډون جوړه شوه.

دغه ناسته چې د حقوقي پوهاوي ورکوونې برنامې تطبیق له پاره د زمینې برابرولو او د حقوقي مرستندویانو د کاري بهیر بیانولو په منظور جوړه شوې وه او د حقوقي مرستو رئیس د موضوع په تړاو خبرې وکړې، ویې ویل چې د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست په دوو څانګو کې فعالیت ترسره کوي، یو بې وزلو شکمن، تورن، محکوم علیه، مجني علیه، ماشومانو او ښځو له پاره وړیا حقوقي مرستې وړاندې کول او دوه یم د حقوقي پوهاوي ورکوونې په برخه کې، ترڅو زموږ ګران ولس د نظام او خپل همنوعو پر وړاندې له خپلو حقونو او مکلفیتونو څخه خبر شي او د حق غوښتلو او اړوندو بنسټونو ته د مراجعې په لارو چارو پوه شي.

نوموړي زیاته کړه چې د حقوقي مرستو ریاست د هیواد اتباعو هر یو تن چې په بېلابېلو برخو کې لکه جزائي، مدني، سوداګریزو او فامیلي حقوقي موضوعاتو کې مشورې ته اړتیا ولري، په وړیا ډول مشوره ورکوي.

د اوولسمې ناحیې رئيس، د حقوقي مرستندویانو کاري برنامې او عامه حقوقي پوهاوی ډېر مهم او اغیزمن وباله او ژمنه یې وکړه چې د حقوقي مرستو ریاست له کارکوونکو سره لازمې همکارۍ کوي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS