د سمنګان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت د ناستې جوړیدل
د سمنګان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۱۶ نېټه د دوشنبې په ورځ د یاد هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه.
په دغې ناسته کې، د دغه ولایت د مرکز اړوند آقمزار ساحې اوجګه بانده کلي اړوند د څو اشخاصو دوسیو په برخه کې د هیئت د اجرآآتو په اړه معلومات وړاندې شول او هیئت د موضوع په اړه بحث او د نظرونه تبادله ترسره کړه.
یاد شوي هیئت ټینګار وکړ چې د ساحو د بررسۍ او د هغو د متصرفینو د شهرت او هویت اخیستلو څنګه والي په تړاو، له مرکزي کمېسیون څخه استهدا صورت ومومي.