د کاپیسا ولایت له مدافع وکیلانو سره د همغږۍ ناسته جوړیدل

hayat_admin
Mon, Jun 05 2023 1:39 PM
.

د کاپیسا ولایت له مدافع وکیلانو سره د همغږۍ ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۱۰ ڼېټه د سه شنبې په ورځ د کاپیسا ولایت د عدلیې رئیس قاري شکرالله احمد په مشرۍ او د یاد ریاست د حقوقي مرستو آمر په حضور سره جوړه شوه.

په دغې ناسته کې، د عدليې رئیس له عدليې ریاست سره د مدافع وکیلانو ادغام یو نیک ګام وباله او د هغوی د ستونزو د حل په تړاو یې د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه. ورپسې د دغه ریاست د حقوقي مرستو آمر د مدافع وکیلانو د نوې کړنلارې او د مدافع وکیلانو د انجمن لارښوود په اړه معلومات وړاندې کړل.

په دغې ناسته کې، یادو شویو مدافع وکیلانو خپل ستونزې او ننګونې چې په محکمو، امنیه قومانداني او استخباراتو کې د قضیو د رسیدګۍ په بېلابېلو پړاونو کې له هغو سره مخ دي، وړاندې کړې او خپل وړاندیزونه یې مطرح کړل.

د عدليې رئیس له مدافع وکیلانو سره ژمنه وکړه چې د هغوی ستونزو ته به د ټولو اړوندو ارګانونو د استازو په ګډون د یوې ناستې په ترڅ رسیدګي وکړي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS