د پکتیا ولایت عدلیې ریاست پنجشنبې بازار کې د نقلیه وسایطو د ناقانونه پېر او پلور مخنیوی وکړ

hayat_admin
Sun, Jun 04 2023 3:18 PM
.

د پکتیا ولایت د عدلیې ریاست د انسجام مدیریت، د ذوالقعدې میاشتې په ۱۲ نېټه د پنجشنبې په ورځ د ګردیز ښار په پنجشنې بازار کې د نقلیه وسایطو له ناقانونه پېر او پلور څخه مخنیوی وکړ.

د عدلیې وزارت د انسجام لوی ریاست ځایي میلو کې د نقلیه وسایطو پېر او پلورل ناقانونه بللي او په ولایتونو کې د انسجام مدیریتونه ته لارښوونه کړې چې دغه راز میلو کې د نقلیه وسایطو د ناقانونه پېر او پلور مخنیوی وکړي. په همدې اساس د پکتیا ولایت د عدلیې ریاست د انسجام مدیریت د دغه ډول مېلو جوړولو مسؤلینو ته خبرداری ورکړی وو چې د نقلیه وسایطو د ناقانونه پېر او پلور څخه ډډه وکړي خو یو شمېر وګړو له دې سره په دغې کړنې لاس پورې کړی وو.

د پکتیا ولایت د عدليې ریاست د انسجام مدیریت د ګردیز ښار په پنجشنبې بازار کې د نقلیه وسایطو د پېر او پلورلو میلې له جوړلو څخه د یو عملي اقدام په ترڅ کې مخنیوی وکړ او سرغړونکي یې په ګوته کړل ترڅو له هغوی سره قانوني چلند وشي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS