سفید خار عالي لېسې کې د حقوقي پوهاوي ورکوونې برنامه جوړیدل

hayat_admin
Sat, Jun 03 2023 3:40 PM
.

د ارزګان ولایت د عدليې ریاست د حقوقي مرستو آمریت د ذوالقعدې میاشتې په ۱۱ نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت په سفید خار عالي لېسې کې د حقوقي پوهاوي ورکوونې برنامه جوړه کړه.

په دغې برنامه کې د یاد ریاست د عامه پوهاوي مدیر مولوي عبدالرحیم د دغې لېسې زده کوونکو ته د ښوونې او د مور او پلار د حقونو د اهمیت په اړه پوهاوی ورکړ.

نوموړي د یادې لیسې له زده کوونکو څخه وغوښتل چې علم زده کړي او نورو ته یې هم ورزده کړي ځکه علم د انسان په ژوند کې خورا ډیر اهمیت لري او یواځي د علم د زده کړې له لارې انسان مقصد ته رسیږي. نوموړي وویل چې موږ او تاسې ټول باید علم زده کړو ترڅو روښانه راتلونکې ولرو.

دغه راز نوموړ ي د دغې لېسې له زده کوونکو څخه وغوښتل چې خپل مور او پلار ته احترام ولري او د هغوی په خبرو عمل وکړي. ځکه مور او پلار په خپلو اولادونو زیات حقونه لري او د پلار او مور دعا د انسان له پاره د دنیا او آخرت د ښېرازۍ سبب ګرځي.

 

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS