عدليې وزارت کې د حدیث شریف د درسونو د دوه یمې دورې د پرانیستې مراسم جوړیدل

hayat_admin
Sat, Jun 03 2023 12:09 PM
.

د عدليې وزارت په العدالة مدرسې کې د فنونو د وړې دورې او لویې دورې (حدیث شریف) د درسونو د دوه یمې دورې د پرانیستې مراسم، د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د ذوالقعدې د میاشتې په ۱۱ نېټه د چهارشنبې په ورځ، د عدلیې وزارت د سرپرست شیخالحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي، د دغه وزارت مسلکي معین، رئیسانو او د دغې دورې د ګډونکوونکو او د عدلیې وزارت د نورو مرکزي مقاماتو په حضور سره، د دغه وزارت په مقر کې جوړ شول.

په دغو دورو کې چې د عدلیې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له خوا ترسره کیږي، شاوخوا ۶۰ تنو برخه اخیستې او د فنونو په وړې دورې او لویه دورې (حدیث شریف) زده کړي ترسره کوي.

د دغې دورې د پرانیستې په مراسمو کې د عدلیې وزارت سرپرست شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د عدلیې وزارت د حدیث درسونو دوه یم پړاو پیلیدل د یادې دورې ګډونکوونکو ته مبارکي وویله او هغوی ته یې د اسلام په لار کې د لازیاتو بریالیتوبونو او خدمتونو هیله وکړه.

د عدلیې وزارت مسلکي معین شیخالحدیث مولوي عبدالکریم حیدر هم په دغو مراسمو کې خبرې وکړې او د یادې دورې له ګډونکوونکو څخه یې وغوښتل چې له دغو دورو څخه اعظمي ګټه پورته کړي او د اسلام او د افغانستان باعزته خلکو ته د خدمت په لاره کې ورځني ګټه پورته کړي.

د عدلیې وزارت مقاماتو د یاد وزارت د کارکوونکو د دیني علومو د زده کړي د کچې پورته کولو ته ډیر پاملرنه کړې او په همدې منظور یې سږکال هم په غیر رسمي وختونو کې د فنونو د وړې دورې او لویې دورې تدریس پیل کړی دی. په دغو دورو کې، بخاري شریف او د قرآن کریم تفسیر تدریس کیږي. د یادې دورې لوست د عدلیې وزارت د سرپرست له خوا د بخاري شریف د لومړي حدیث په بیان سره پيل شو.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS