لغمان ولایت کې څه باندې ۹۸۰۰ جریبه ځمکه امارتي تثبیت شوه

hayat_admin
Sat, Jun 03 2023 12:01 PM
.

د لغمان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت، د ذوالقعدې میاشتې په ۱۰ نېټه د سه شنبې په ورځ د امارتي ځمکو د تثبیت په منظور علینګار ولسوالۍ ته ولاړ او زرګونه جریبه امارتي ځمکې یې تثبیت او تشخیص کړې.

یاد شوي هیئت نیم ناني، قلعه ټک، مزري، ګلارام او کټه سنګ ساحې بررسي کړې چې په پایله کې ۹۸۴۷.۰۵ جریبه امارتی ځمکه دغو ساحو کې تثبیت او تشخیص شوې. پر یادو شویو ځمکو ځینو اشخاصو کورونه، سړې خونې او بڼونه جوړ کړي.

تخنیکي هیئت پر یادو شویو متصرفینو ټینګار وکړ چې د امیر المومنین حفظه الله د فرمان پر اساس هیڅوک حق نه لري چې پر امارتي، عامه مرعی او وقفي ځمکو تاسیسات جوړ کړي. دغه راز یاد هیئت وویل چې د دغه فرمان له سرغړونکو افرادو سره به قانوني چلند وشي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS