د دایکندي ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته جوړه شوه
د دایکندي ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۹ نېټه د دوشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او هیئت ته د مرکز او ولسوالیو له بېلابېلو مراجعو څخه د استول شویو دوسیو او قضیو په اړه، په کې بحث وشو.
په دغې ناسته کې پریکړه وشوه چې د دغه هیئت له غړو څخه جوړ شوي کاري ټیمونه پر یادو شویو موضوعاتو کار وکړي او پایلې یې په راتلونکې غونډې کې وړاندې کړي.
