د لغمان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته جوړه شوه

hayat_admin
Mon, May 29 2023 3:38 PM
.

د لغمان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته، د ذوالقعدې د میاشتې په ۸ نېټه د یکشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او د ښوونځیو او د ښوونې د ریاست د معلمینو د ښارګوټي غصب شویو ځمکو په اړه بحث وشو او د ښوونې د ریاست له استازي څخه وغوښتل شول چې د دغه ریاست د ملکیتونو په اړه معلومات له جوړې شوې فورمې سره سم، د دغه هیئت په واک کې ورکړي.

په دغې ناسته کې، د قرغه یي ولسوالۍ په عبدالرحیمزي ساحې کې د ۶۰۰ جریبه ځمکې اجاره دار د عریضې په اړه بحث وشو. هیئت د ځمکې له اجاره دار او هغو کسانو سره چې ساحه کې د نوموړي د کار خنډ ګرځي، وکتل او د هغوی خبرې یې واوریدلې. هیئت پریکړه وکړه چې له نږدې څخه ساحه ولیدل او بررسي شي.

یاد شوي هیئت د درونټې ډنډ کاسې ته نږدې د ۱۰۰ جریبه ځمکې اجاره دار عریضې چې یو شخص د نوموړي د کار خنډ ګرځي، بررسي کړه. هیئت له عارض شخص سره هم وکتل او د نوموړي خبرې یې واوریدلې او پریکړه یې وکړه چې د نوموړي مقابل لوری هم د قرغه یي ولسوالۍ د امنیې قوماندانۍ له خوا احضار شي او په اړه یې لازم تصمیم ونیول شي.

تخنیکي هیئت پړوايي ساحه کې د الکوزیو قوم دعوا په اړه چې د عامه مرعی ځمکې د غصب دعوا پرې شوې، وکتل او هغوی ته یې وویل چې د سترې محکمې د لارښوونې پر اساس د خاصې مرعی د دوسیو بررسي تر ثاني امر پورې ځنډول شوې ده.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS