د جوزجان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته جوړه شوه

hayat_admin
Mon, May 29 2023 2:29 PM
.

د جوزجان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۸ نېټه د یکشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او د جوزجان د مرکز په لیلي دښتې کې د جګدلیک او سنګریک ساحو د غصب شویو ځمکو د بررسیو بشپړ شوي راپورونه په کې وړاندې شوو او تایید شول. ټاکل شوې ده دغه راپور مرکزي کمېسیون ته واستول شي.

یاد شوي هیئت د امنیه قوماندانۍاستازي ته په امارتي ځمکو کې د تاسیساتو جوړولو او تصرفاتو څخه د مخنیوي او عامه څړځایونو کې د وښو پلورلو د مخنیوي په برخه کې لازمې لارښوونې وکړې.

په دغې ناسته کې، د څو کلیو او بېلابېلو ساحو په اړه د موظف شويو ټیمونو راپور وړاندې شو. له دغه راپور سره سم پر جوی وزیر، کوکلداش کلیو او دغه راز د افغانګاز تصدۍ د استوګي پروژې د ساحې غصب شوي امارتي ځمکو څېړنې بشپړې شوي او اداري او حقوقي کارونه یې هم د بشپړېدلو په حال کې دي چې ډیر ژر به وروستي شي او راپور به یې مرکزي کمېسیون ته واستول شي. پر پاتو ساحو کار ادامه لري.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS