د ارزګان ولایت ولسوالیو ته د یاد ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت سفر

hayat_admin
Mon, May 29 2023 1:55 PM
.

د ارزګان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د تېرې اوونۍ په ترڅ کې د دغه ولایت چوره او ګیزاب ولسوالیو ته سفر وکړ او لازم اجراآت یې ترسره کړل.

دغه هیئت د ګیزاب ولسوالۍ له سیمه ییزو مسوولینو، علماو او مشرانو سره وکتل او د ځمکو د غصب د مخنیوي په اړه یې هغوی ته معلومات ورکړل او له هغوی څخه یې وغوښتل چې یادې برخه کې له دغه هیئت سره همکاري وکړي.

دوه یمه ورځ هیئت چوره ولسوالۍ ته ولاړ او کوتل او خلیلي کاریزونو کې یې له امارتي ځمکو څخه لیدنه وکړه. خلکو په دغې ساحه کې د ملکیت دعوا درلودله چې د هغوی سندونو او قبالو له یادې ساحې سره مطابقت نه درلود.

هیئت له نوري او خوشخوی ساحو څخه هم لیدنه وکړه او خلکو او امارتي مسوولینو ته یې لارښوونه وکړه چې د امارتي ځمکو له غصب څخه دغې ساحه کې مخنیوی وکړي. هیئت په دغې ساحه کې نوي تصرفات منع کړل.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS