فراه ولایت کي څه باندې ۵۳۰۰۰ جریبه ځمکه تثبیت او تشخیص شوه

hayat_admin
Sun, May 28 2023 11:48 AM
.

د فراه ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت، د ذوالقعدې میاشت په ۳ نېټه د سه شنبې په ورځ د جوین ولسوالۍ خاکک ساحې ته ولاړ او دغې ساحه کې ځمکه یې بررسي کړې.

یاد شوي هیئت یو ټوټه ځمکه چې ۲۰۰۰۰ جریبه ځمکه په کې شامله ده او له ۱۳۱۹ کال راهیسې د ۴۴۳ کورنیو په تصرف کې ده، بررسي کړه. هیئت په دغې ساحه کې شرعي سندونه او وثیقه تطبیق کړه او د ځمکې اړوند سندونه به د وروستۍ پریکړې له پاره مرکزي کمېسیون ته واستوي.

دغه راز هیئت د پولې او صفري ټکي اړوند دوه ټوټې مواتې ځمکې چې ټولټال ۳۳۷۶۵ جریبه ځمکه په کې شامله ده بررسي کړې او هغه یې  مواتې تثبیت او تشخیص کړې.

په مجموع کې ۵۳۷۶۵ جریبه ځمکه په دغې ساحه کې د هیئت لخوا تثبیت او تشخیص شوه.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS