د بادغیس ولایت تخنیکي هیئت بالامرغاب او غورماچ ولسوالیو ته ولاړ او لازم اقدامات یې ترسره کړل

hayat_admin
Sun, May 28 2023 11:19 AM
.

د بادغیس ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي  تخنیکي هیئت (د ذوالقعدې میاشتې په ۱ نېټه) د تېرې اوونۍ د یکشنبې په ورځ بالامرغاب او غورماچ ولسوالیو ته سفر وکړ او د غصب شویو ساحو د ثبیت او تشخیص برخه کې لازم اقدامات ترسره کړل.

یاد شوي هیئت د بالامرغاب ولسوالۍ له مسوولینو او مشرانو سره وکتل او له هغوی سره یې د ځمکو د غصب د مخنیوي په اړه خبرې وکړې. دغه راز هیئت غورماچ ولسوالۍ ته ولاړ او له سیمه ییزو مسوولینو او د دغې ولسوالۍ له مشرانو سره یې وکتل. د دغې ولسوالۍ سیمه ییزو مسوولینو له دغه هیئت سره د لازمو همکاریو ژمنه وکړه.

یاد هیئت د غورماچ ولسوالۍ له بېلابېلو قومي مشرانو سره چې د مادر نائیب بند کې د کلترونو عامه څړځایونو په ساحې کې استوګنه لري وکتل او له هغوی څخه یې د معلوماتي استعلامونو په ترڅ کې معلومات وغوښتل.

هغوی د څړځای د عامه توب برخه کې خپل اقرار او اعتراض بیان کړ او ژمنه یې وکړه چې په ساحه کې د شخصي ملکیت ادعا نه لري او مالکانه تصرف په کې نه کوي او د نورو مخنیوي به هم نه کوي. دغه هیئت یاده ساحه هم بررسي کړه.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS