د میدان وردک ولایت تخنیکي هیئت دغه ولایت کې له ځینو ساحو څخه لیدنه وکړه

hayat_admin
Thu, May 25 2023 12:34 PM
.

د میدان وردک ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د دوو تېرو ورځو په ترڅ کې د مرکز بهسود او حصه اول بهسود ته ولاړ او دغو ولسوالیو کې يې تر ادعا لاندې ځمکو په بررسۍ سره یې عملي اقدامات ترسره کړل.

هیئت په یادو شویو ولسوالیو د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېټې له غړو او د یادو ولسوالیو له سیمه ییزو مسوولینو سره یې وکتل. په دغې کتنه کې د ځمکو د  غصب د مخنیوی په برخه کې د فعالیتونو د پیاوړتیا په اړه خبرې وشوې.

یاد هیئت د مرکز بسهود ولسوالۍ اړوند د لاډو دښتې ساحه بررسي کړه. یاده شوې ساحه چې وړاندې د عدلیې او قضایي ارګانونو تر دعوا لاندې وه، ۳۲ جریبه څرګنده شوې وه او له بررسۍ څخه وروسته مشخصه شوه چې ۱۹۸.۹۳ جریبه ځمکه په کې شامله ده. اوس مهال د یادې دښتې پر ټولو ساحو چې ۳۹۳۰.۲۳۵ جریبه ځمکه په کې شامل ده، دعوا روانه ده.

په همدې توګه تخنیکي هیئت د حصه اول بهسود ولسوالۍ یورد کلي ته ولاړ او دغه کلي کې یې د ځمکو له غصب څخه مخنیوی وکړ او لارښوونه یې وکړه چې متصرفین ولسوالۍ ته جلب شي، د هغوی سندونه او معلومات تخنیکي هیئت ته واستول شي.

 

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS