د کابل ولایت د قره باغ ولسوالۍ له مقاماتو سره د همغږۍ ناسته جوړیدل

hakeem_admin
Thu, May 25 2023 12:31 PM
.

د عدليې وزارت د حقوقي مرستو رئیس مولوي حافظ عبدالصمد عمري او له هغه سره مل پلاوي د ذوالقعدې میاشتې په ۴ نېټه د چهارشنبې په ورځ د یاد ریاست د حقوقي مرستندویانو او عامه حقوقي پوهاوي ورکوونې د کاري ستونزو د حل په منظور د کابل ولایت د قره باغ ولسوالۍ له مقاماتو سره د همغږۍ ناسته جوړه کړه.

په دغې ناسته کې، د قره باغ ولسوال مولانا عبدالجمیل، امنیه قوماندان او د دغې ولسوالۍ نورو سیمه ییزو مسوولینو ګډون کړی وو.

په دغې ناسته کې، د حقوقي مرستو رئیس، د حقوقي مرستو او د عامه حقوقي پوهاوي ورکوونې برخه کې د عدلیې وزارت کاري برنامې بیان کړې او د دغې ولسوالۍ له اړوندو ادارو سره یې د حقوقي مرستندویانو موجودې ستونزې مطرح کړې. نوموړي د دغې ولسوالۍ د امنیتي چارو مسؤلینو ته وویل چې د شکمن او تورن حقوق د نیولو، بندي کولو او څېړنې په وخت کې رعایت کړئ.

د قره باغ ولسوال د حقوقي مرستو د رئیس او د هغه د مل پلاوي له ورتګ څخه هرکلی وکړ او ښه راغلاست یې ورته وویل او حقوقي مرستې او د حقوقي پوهاوي ورکول یې د ټولنې له اړینو اړتیاو څخه وبلل. نوموړي په یادې ولسوالۍ کې د دغو برنامو د پلي کولو برخه کې د  هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS