د کندز ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت د ناستې جوړیدل

hayat_admin
Mon, May 22 2023 11:51 AM
.

د کندز ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د ذوالقعدې میاشت په ۱ نېټه د یکشنبې په ورځ د هیئت د سرپرست او غړو په حضور سره جوړه شوه او د امام صاحب په برزنګي کې د ۷ جریبه ځمکې دوسیه په کې بررسي شوه. یاد شوي هیئت د یادې ځمکې په امارتي توب د متصرفینو د اقرار او اعتراف په پام کې نیولو سره، هغه استرداد کړه او پریکړه یې وکړه چې یاده ځمکه له اصولو سره سم په اجاره ورکړل شي.

دغه راز یاد هیئت د علي آباد او امام صاحب ولسوالیو کې د ۹۶ جریبه ځمکې اړوند دوسیې بررسي کړې. یاده ساحه د دغه هیئت لخوا امارتي تثبیت شوه او د یو لړ څېړنو د نه شتون له کبله یې استرداد وځنډول شو او په اړه یې د څېړنو ترسره کولو په اړه لارښوونه ورکړل شوه.

په دغې ناسته کې، خان آباد ولسوالۍ کې د ۷ جریبه نورې ځمکې دوسیه هم بررسي شوه او هیئت مشخصه کړه چې د یادې ځمکې بر سیره خلکو د سیند په غاړه هم کورونه جوړ کړي دي. پریکړه وشوه چې هیئت په راتلونکو ورځو کې ساحې ته ولاړ شي او هغه بررسي کړي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS