د میدان وردک ولایت له ځینو ساحو څخه د یاد ولایت د تخنیکي هیئت لیدنه

hayat_admin
Sat, May 20 2023 1:14 PM
.

د میدان وردک ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت، د دوو کاري ورځو په ترڅ کې د دغه ولایت د مرکز او نرخ ولسوالیو کې ځینو ساحو ته ولاړ او د امارتي ځمکو د بررسۍ په برخه کې لازم اقدامات ترسره کړل.

دغه هیئت د نرخ ولسوالۍ په چغره کلي کې د ۵۴۷۶ کادستري ټوټې اړوند ۷۷۷ جریبه ځمکه بررسي کړه او تصرفات یې په دغې ساحه کې منع کړل او متصرفینو ته یې استعلام ورکړ ترڅو خپل سندونه حاضر کړي. یاد هیئت د دغې ساحې اوسیدونکو ته ډاډ ورکړ چې د هیچا حق به ضایع نه شي.

په همدې توګه هیئت په ۵۰۸۶ امارتي ټوټې ۵۴ جریبه ځمکه بررسی کړه او متصرفینو ته یې استعلام ورکړ. هیئت په ساحه کې تصرفات هم منع کړل او له متصرفینو څخه یې وغوښتل چې خپل د اعتبار وړ سندونه هیئت ته حاضر کړي.

دغه راز تخنیکي هیئت د دغه ولایت په مرکز میدان ښار کې د ښاروالۍ تر دعوا لاندې ساحه له نږدې څخه بررسي کړه.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS