د بادغیس ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت د ناستې جوړیدل

hayat_admin
Sat, May 20 2023 11:02 AM
.

د بادغیس ولایت د ځمکو د  غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د شوال د میاشتې په ۲۷ نېټه د چهارشنبې په ورځ د هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او د ځینو موضوعاتو او د مراجعینو د عریضو په اړه په کې بحث وشو.

په دغې ناسته کې، د تګاب ولسوالۍ په کشکک ساحه کې د عامه مرعی ځمکو د غصب په اړه پر یو شخص د بل شخص عریضه بررسي شوه او له متصرف شخص څخه سندونه وغوښتل شول. یاد متصرف وویل چې دغه ځمکه یې له بل شخص څخه پېرلې دي.

په همدې توګه په یاده ناسته کې، په پسته لیق کې د عامه مرعی ځمکو د غصب په اړه د یو بل شخص عریضه بررسي شوه او له مقابل لوري څخه سندونه وغوښتل شول. د جوند ولسوالۍ په پنج بز ساحه کې د عامه مرعی ځمکو د غصب او پلورلو په اړه هم یو بله عریضه بررسي شوه او معروض علیه شخص جلب کړل شو.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS