تګاب ولسوالۍ ته د کاپیسا ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت سفر

hayat_admin
Sat, May 20 2023 9:33 AM
.

د کاپیسا ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د شوال میاشت په ۲۷ نېټه د چهارشنبې په ورځ د یاد ولایت تګاب ولسوالۍ ته ولاړ او د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد په برخه کې عملي اقدامات ترسره کړل.

د تګاب ولسوالۍ اوسیدونکو د دغې ولسوالۍ په بېلابېلو برخو کې د ځمکو په غصب او په خپل سر ډول د کورونو او بڼونو جوړلو لاس پورې کړی وو چې وړاندې د یاد هیئت لخوا په ګوته او استرداد له پاره چمتو شوي.

یاد شوي هیئت د سیمه ییزو مسوولینو په همغږۍ کوره خیل سیمې او لنداخیل، جالوخیل، د صلاح کلا او جویبارکلا کلیو ته ولاړ او په دغو ساحو کې ناقانونه تاسیسات ویجاړ کړل او د ساحې پر خلکو یې هم ټینګار وکړ چې د ځمکو له غصب څخه مخنیوی وکړي.

تخنیکي هیئت یادې شوې ساحې استرداد کړې او د ولسوالۍ ځايي مسوولینو ته یې تسلیم کړې ترڅو له بیاځل غصب څخه یې مخنیوی وکړي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS