کابل ولایت کې یو شمېر غیرقانوني دارالوکالې په ګوته او وتړل شوې

hayat_admin
Sat, May 20 2023 9:27 AM
.

د عدليې وزارت د مدافع وکیلانو د ریاست د نظارت پلاوي د مدافع وکیلانو د رئیس مولوی سید حبیب الحبیب او د دغه ریاست د نظارت آمر په مشرۍ د شوال د میاشتې په ۲۴، ۲۵ او ۲۷ ورځو په کابل ولایت کې له دارالوکالو څخه د نظارت بهیر د یاد ښار له دوه یمې او درېیمې ناحیو څخه پیل کړ.

د یاد نظارت په ترڅ کې د جوی شیر، ده افغانان او کوټه سنګي په ساحو کې څه باندې له ۹۵ دارالوکالو څخه لیدنه او نظارت وشو چې په پایله کې ۶ غیرقانوني دارالوکالې په ګوته او وتړل شوې او د هغو له غیر قانوني فعالیت څخه مخنیوی وشو.

دغه راز ۹ نورې دارالوکالې چې د هغو لوحو له جوازلیکوونه سره سمون نه درلود، د هغو لوحې د اصلاح له پاره ښکته او پاکې شوې او یو شمېر نورو مدافع وکیلانو ته چې تر دې دمه یې له عدلیې وزارت څخه څلورګونه کتابونه نه دي ترلاسه کړي هم وخت ورکړل شو چې تر یوې اوونۍ د خپلو دارالوکالو ټول کتابونه ترلاسه کړي او د مدافع وکیلانو د انسجام له کړنلارې سره سم فعالیت ترسره کړي.

د یاد نظارت په ترڅ کې، د مدافع وکیلانو رئیس مولوي سید حبیب الحبیب له یو شمېر مدافع کیلانو سره د هغوی د ستونزو په اړه خبرې وکړې او له مدافع وکیلانو څخه یې وغوښتل چې د مدافع وکیلانو له ریاست سره هر اړخیزه همکاري وکړي.

د یادونې وړ ده چې د یاد نظارت په ترڅ کې له یو شمېر حقوقي شرکتونو سره چې په خپلو خبرتیاو کې یې د مدافع وکیلانو له نوم او نښان څخه ګټه پورته کوله هم قانوني چلند وشو.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS