د کندز ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت د ناستې جوړیدل

hayat_admin
Wed, May 17 2023 11:23 AM
.

د کندز ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د شوال میاشتې په ۲۵ نېټه د دوشنبې په ورځ د دغه هیئت د سرپرست او غړو په حضور سره جوړه شوه او خان آباد ولسوالۍ کې د یو اندازه ځمکې د استرداد موضوع او یو شمېر نور موضوعات په کې بحث او بررسي شول.

دغه هیئت د کندز د مرکز اړوند د عسقلان ساحې د دوسیې راټول شوي سندونه چې د کندهاریو، ناقلینو او ترکمنو قومونو تر شخړې لاندې ده، بررسي کړل او د یادې ساحې له استازو سره یې هم وکتل.

یاده قضیه په یو وخت کې د کندوز ولایت په ځانګړۍ محکمه کې هم رسیدګۍ لاندې ده او هیئت پریکړه وکړه چې راتلونکو ورځو کې د محکمې له مسوولینو سره کتنه او همغږي صورت ومومي ترڅو د کمېسیون له لارښوونې سره سم موضوع د یوې مرجع لخوا حل شي.

یاد شوی هیئت د خان آباد ولسوالۍ د بوین په کلي کې د ۷ جریبه ځمکې دوسیه د هغې د غیر شرعي متصرف په حضور کې بررسي کړه. د یادې ځمکې متصرف ومنله چې یاده ځمکه د سیند برخه ده او په کرنیزه ځمکه یې تبدیله کړې او اسلامي امارت ته یې د سپارلو له پاره چمتو دی.

یاد متصرف د دغې ځمکې د اجارې نیولو غوښتونکی شو او هیئت یاده ځمکه استرداد کړه او د اجارې ورکوونې په برخه کې یې لازمې لارښوونې صادر کړې.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS