د عریضې لیکنې د فعالیت جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه، آزموینه واخیستل شوه

hayat_admin
Wed, May 17 2023 10:34 AM
.

د عدليې وزارت د انسجام لوی ریاست د معاملاتو د لارښوونې او د عریضه لیکوونکو ریاست له خوا د خپلو مخکنیو آزموینو په دوام، د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د شوال د میاشتې په ۲۶ نېټه د سه شنبې په ورځ د عریضې لیکنې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه د دغه وزارت په مقر کې آزموینه واخیستل شوه.

په یاده آزموینه کې د انسجام د عمومي ریاست رئیس مولوي رحمت الله حقاني او د معاملاتو د لارښوونې او عریضه لیکوونکو ریاست رئیس مولوي سکندریحی عابد له یادې آزموینې څخه څارنه وکړه. په دغه آزموینه کې د عریضه لیکوونکو د فعالیت جواز غوښتونکو شاوخوا ۴۰ تنو برخه اخیستې وه. یاده آزموینه د انسجام د عمومي ریاست د رئیس مولوي رحمت الله حقاني په مقدماتي وینا پیل شوه.

د عدليې وزارت له خوا، وړ خلکو له پاره د عریضې لیکنې د جواز ویشلو په منظور، په میاشت کې دوه ورځې د سه شنبې په ورځو د عریضه لیکنې د جواز غوښتونکو څخه په دغه وزارت کې آزموینه اخیستل کېږي. ترڅو با استعداده او وړ خلک غوره او په اصولي او شفاف ډول په یاده برخه کې خدمت وکړي. چې له امله به یې د خلکو په کارونو کې د آسانتیاو د رامنځته کیدلو سبب شي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS