د سرپل ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته جوړه شوه

hayat_admin
Wed, May 17 2023 9:19 AM

د سرپل ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د شوال میاشت په ۱۹ نېټه د سه شنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او د کوهستانات په ساحې کې د یو شخص په وړاندې د نورو اشخاصو د ادعا دوسیه په کې بررسي شوه او پریکړه وشوه چې د هوا په مناسب کیدلو سره هیئت له نږدې څخه ساحه بررسي کړي.

په دغې ناسته کې، د چشمه شرین د اوسیدونکو دوسیه هم بررسي شوه او یو ټیم موظف شو ترڅو له نږدې د ساحې څخه لیدنه او بررسي کړي او اړوند سندونه تطبیق کړي.

وروسته د هیئت یو ټیم د ساحې د بررسۍ په منظور قشقري کلي ته ولاړ او اجراآت یې ترسره کړل. دغه راز کوهستانات کې د دوو تنو لخوا د ۱۵۰ زره جریبه ځمکې د پلورلو موضوع بررسي شوه او پریکړه وشوه چې هیئت د هوا په مناسب کیدلو سره یادې ساحې ته سفر وکړي او غاصبین هم احضار شي.

دغه هیئت ځیني موضوعات ځانګړې محکمې او د حقوقو ادارې ته راجع کړل او په همدې توګه د یوې بلې دوسیې په اړه يې پریکړه وکړه چې د وروستي تصمیم نیولو له پاره مرکزي کمېسیون ته واستول شي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS