د غزني ولایت تخنیکي هیئت د دغه ولایت په مقر ولسوالۍ له ځینو ساحو څخه لیدنه وکړه

د غزني ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د شوال میاشت په ۲۴ نېټه د یکشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او یاد هیئت له غونډې څخه وروسته د دغه ولایت مقر ولسوالۍ ته سفر وکړ او د ځمکو د غصب د مخنیوي په برخه کې اقدامات ترسره کړل.
تخنیکي هیئت د مراجعینو عریضې او بېړنۍ دوسیې بررسي کړې او د دغه ولایت مقر ولسوالي ته یې سفر وکړ. یاد هیئت د دغې ولسوالۍ له سیمه ییزو مسؤلینو سره وکتل او د هغوی په ملتیا یې د لړمي، بزکي، خدزیو، اوسنګاسي او د بهاء الحق صاحب هدیرې له ساحو څخه یې لیدنه وکړه.
دغه هیئت یادې ساحې بررسي، سکیچ، کروکي او پولي یې تعیین کړې او تصرفات یې په کې منع کړل او مسوولینو ته یې لارښوونه وکړه ترڅو د ځمکو د غصب د مخنیوي په برخه همکاري وکړي.
په همدې توګه یاد هیئت په ساحو کې یو شمېر نوي جوړ شوي تاسیسات ویجاړ کړل او هم یې له ځايي خلکو سره وکتل او خبرې وکړې.