د غور ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت د ناستې جوړیدل

hayat_admin
Mon, May 15 2023 11:45 AM

د غور ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د شوال میاشت په ۲۴ نېټه د یکشنبې په ورځ د هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او د ځمکو د غصب د مخنیوي په تړاو د بېلابېلو موضوعاتو په اړه په کې بحث او خبرې وشوې.

په دغې ناسته کې، د یو شخص د نمرو په تړاو ښاروالۍ او محکمې ته د ویشل شویو استعلامونو ځوابیې بررسي شوې او پریکړه وشوه چې یاده دوسیه د غور قضايي معینیت ته واستول شي.

دغه راز په یاده ناسته کې، په سربند کې د مخابراتي آنتن د ځمکې په اړه بحث شوو او پریکړه وشوه چې یاده ځمکه لاس نه خوړل شوې او موات ځمکه ده او امارتي ملکیت دی او باید د اړوند مخابراتي شرکت قرارداد له شخص سره فسخ او امارت سره وتړل شي.

په دغې ناسته کې، د دوو نورو اشخاصو د حقوقي دوسیې په اړه پریکړه وشوه چې هیئت ساحې ته ولاړ شي او بررسۍ ترسره کړي. دغه راز د ضحاک کلا د ځمکې موضوع او په دغې برخه کې د محکمې معلومات مطالعه او بررسي شول او پریکړه وشوه چې د یادې ځمکې بایعون راتلونکې غونډې ته حاضر شي او د یوې بلې موضوع په اړه هم پریکړه وشوه چې د هیئت غړي له اړوندې ساحې څخه لیدنه وکړي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS