د خوراکي توکو د متشبثینو د اتحاديې له غړو سره د هرات ولایت د عدليې رئیس کتنه

hayat_admin
Sun, May 14 2023 2:50 PM
.

د خوراکي توکو د متشبثینو د اتحاديې غړو د شوال میاشت په ۲۳ نېټه د شنبې په ورځ د هرات ولایت له عدلیې رئیس الحاج مولوي یار محمد جانان خادمي سره وکتل.

دغه کتنه، له دې امله چې د دغې اتحادیې رئیس او مرستیال استعفا وړاندې کړې ده، د اتحاديې د نوي رئیس او مرستیال د تعیین په منظور، د عدلیې رئیس په دفتر کې جوړه شوه.

د هرات عدلیې رئیس د اتحادیې غړو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ له اسلامي شریعت او ادارې اصولو سره سم د هر راز همکارۍ ژمنه وکړه او د دغه ریاست د انسجام آمریت ته يې لارښوونه وکړه چې د یادې اتحادیې سرلیک لاندې یو لیک واستوي او د اتحادیې له غړو څخه وغواړي چې له خپلې اساس نامې سره سم د یادې اتحادیې برخلیک تعیین او په رسمي توګه عدلیې ریاست ته ډاډ ورکړي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS