د پکتیا ولایت تخنیکي هیئت د ډنډپټان ولسوالۍ له قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

hayat_admin
Wed, May 10 2023 3:19 PM
.

د پکتیا ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د شوال میاشت په ۱۸ نېټه د دوشنبې په ورځ د دغه ولایت ډنډپټان ولسوالۍ ته سفر وکړ او د یادې ولسوالۍ د خروټو او قیمتۍ منګل قومونو له مشرانو او مخورو سره وکتل.

یادو شویو قومونو له کلنو راهیسۍ د غره، اوبو، لرګیو او څلورو قطعو ممنوعه ملکیت په اړه په خپلو کې شخړه لري او د هغوی دوسیه د سلسله مراتبو په اساس دغه هیئت ته راجع شوې ده.

په دغې لیدنه کې، د تخنیکي هیئت رئیس د یادې ولسوالۍ له قومي مشرانو سره د دغه سفر موخه شریکه کړه او یادو قومي مشرانو هم د شخړې لاندې موضوعاتو په اړه تخنیکي هیئت ته معلومات وړاندې کړل.

د بررسیو په پایله کې مشخصه شوه چې دغه قضیه دوه جزائي او حقوقي برخې لري. یاد هیئت د دغې قضیې حقوقي برخې د بررسۍ له پاره د شخړې لورو ته استعلام ورکړ او د یادې قضيې د جزائي برخې د بررسۍ په اړه یې هم هغوی ته معلومات ورکړل.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS